د بلخ پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

نباتی غوری.jpg

5 ثور 1401

د مالیې وزارت استازي او د بلخ  پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي ندا محمد صدیقی په مشرۍ د یاد شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست د مدیره هیئت غړو او یو شمېر مسوولینو په کې ګډون کړی و، د بلخ  پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د تیرې ناستې راپور او د دي شرکت بنسټیز فعالیت د پیل وړاندې شوه.
همداشان په دې ناسته کې د شرکت د لنډ مهاله قراردادونو د بشپړیدو، د لابراتوارونو د فعالیتونو، د ۱۴۰۱ مالي کال د مالي پلان د تعدیل، د وسایلو او تجهیزاتو د ترمیم لګښت، د خراب شوي وسایطو د لیلام، د بلخ  پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت پورونه پر دولتي ادارو او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.