د غوري سمنټو دولتي شرکت سوداګریز فعالیت پیل کړ

د سمنتو 01.jpg

6 ثور 1401

د غوري سمنټو دولتي شرکت بنسټیز فعالیت د اړوندو ماشینونو او وسایلو په کارولو سره بیا پیل شو.
د سمنټو لومړنۍ فابریکه چې د چکسلواکیا هیواد د متخصصینو تر نظر لاندې په ۱۳۴۱هجري لمریز کال کې په ورځ کې د ۴۰۰ ټنه تولیدي ظرفیت په درلودو سره ېې په فعالیت پیل وکړ، د غوري سمنټو فابریکه وه. د فعالیت له پیله د دې فابریکې د سمنټو کیفیت په هغه کچه وو چې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کیدل.د غوري سمنټو اړوند دوهمې فابریکې په ورځني ډول د۱۰۰۰ ټنو سمنټو تولیدي وړتیا په درلودو سره په کار پیل وکړ او د Portland په معیارونو سره برابر د ۴۰۰مارک درلودونکو سمنټو په تولید کې د عالي کیفیت درلونکې فابریکه وه.
د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د لومړي ځل لپاره د غوري سمنټو لومړۍ او دویمه فابریکه – چې هره ورځ تر ۱۲۰۰۰ پورې سمنټو تولیدوي – په کار پیل وکړ.