په کورني بازار کې د پنبه دانې غوړیو تقاضا د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده

نرخ روغن 01.jpg

20 ثور 1401

په کورني بازار کښې د پنبه دانې غوړیو تقاضا د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده. دهلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت مسئولین وایی د دې دولتي فابریکه تېر کال دوه زره ټنه دانه داره پنبه له کرونده ګرو پیرلې وه، چې تر پروسس وروسته يي محصولات بازار ته وړاندې کړل. د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د تير کال په پرتله يې فعاليتونه ښه شوي او غواړي سږ‌کال په ډیره کچه خام مواد له کروندګرو وپیري. د هلمند د بست د پنبي او نباتی غوړیو دولتي فابریکه روان کال به له کرونده ګرو ۴ زره ټنه خامه پنبه وپېري چي په دی سره به يې د ګټي اندازه دوه برابره لوړه شي.
د یادونې وړ ده چی تر دې وړاندې وارداتي غوړيو هم لوړ بازار درلود او هم يې په افغانستان کښې استعمال ډېر و خو له کله نه چې د خوراکي توکو بیې اوچت شول د هېواد په داخلي بازار کې د وطني توليداتو له پاره هم د بازار موندنې موقع برابره شوه. چې له هغې جملې څخه يو د پنبه دانې وطني غوړي ده چې اوس هم ګرم بازار لري او هم يې خلک ډېر خوښوي.
په داخلی بازار کې د پنبه دانې وطني غوړي له يوې خوا په مناسبه بيه خلکو ته تمامېږي او له بلې خوا خلک ډېر کوښښ کوي چې د وطني توليداتو ګټه پورته کړی ترڅو داخلی تولیدات نور هم وده وکړي.
د دې شرکت مسئوولین وایی سږ کال د ماشینرۍ د عصري کېدو او یو شمیر برخو د بیا رغوني پلان هم نیول شوی چي د ځان مینځلو د صابون د نوي تولید د پیل ترڅنګ به د غوړیو د پلور لپاره نوي مغازې هم پرانیزي.