د کجکي بند د دوهم توربین د بیارغونې چارې بشپړې شوې

توربین برشنا 01.jpg

24 ثور 1401

د کجکي بند دوهم توربین چې له څه مودې راهیسې له تخنیکي ستونزو سره مخ و، نن د بیارغونې چارې بشپړې شوې او شبکې ته داخل شو چې د د ۱۸ میګاوات په ظرفیت برښنا تولید کوي.
د یادونې وړ ده چې د کجکي د لومړۍ کرښې پروژې د بیارغونې چارې چې شاوخوا ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري په لومړي پړاو کې د لښکرګاه دوراهی څخه د سنګین ولسوالۍ تر شمالي برخې پورې غځول شوې ده.
او د دوهم فاز چارې چې ڼن شروع شوې ده په لومړې قدم کې د لښکرګاه د دوراهې څخه تر میوند او په دوهم قدم کې د شمالې سنګین څخه تر کجکي او دریمه برخه کې به د میوند ولسوالي څخه تر کندهار ښار پورې نوې لین د ۱۸۵ ملي متره مربع په مقطع سره وغځول ښي.