د ملی پراختیا شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

ملی پراختیا 01.jpg

25 ثور 1401

د مالیې وزارت استازي او د ملی پراختیا شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي انجینیر حسن په مشرۍ د یاد شرکت د مدیره پلاوي ناسته د غه شرکت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اجندا سره سم، له قراردادي شرکت سره د لاله ښارګوټې ساختماني قرارداد په تمدید، له قراردادي شرکت سره د د غزنوي ښارګوټي ساختماني قرارداد په تمدید، د ساختماني قراردادي سره د صدف ښارګوټي تخنیکي ستونزو په حل او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول