د کابل په شپږو جنکشنونو کې د اته زره سرغچونو نصبول

برشنا 02.jpg

2 جوزا 1401

کابل برېښنا د شبکې اصلاح برخه کې له ټاکلي پلان سره سم سرغچ نه لرونکو مېټرونو کې د سرغچ نصب کولو لړۍ دوام لري. 
د کابل برېښنا د مېټر خدمتونو مدیریت په دې وروستیو کې له جنکشنونو سره په همغږي، په ۵ ، ۶ ، ۷ ، ۸ ، ۱۲ او ۱۳ جنګشنونو کې اته زره سرغچونه نصب کړي دي. 
په دې ګام سره په مېټرونو کې د سرغچونو په نصبولو سره د برېښنا خدمات ډاډمن کیږي او د بريښنا غلا او خپلسرې لاسوهنې څخه مخنېوی کیږي. 
د مېټرونو خدمتونو د عمومي مدیر راپور له مخې، تردې دمه په لومړي، دویم، درېيم، څلورم، پنځم، شپږم، اووم، اتم، دوولسم او دیارلسم جنکشنونو کې ۴۸۶۵۰ سرغچونه نصب شوي دي. 
د کابل برېښنا رهبرۍ لارښوونې له مخې، د کابل برېښنا په شبکه کې له سرغچ پرته مېټرونو د تشخیص په موخه هڅې روانې دي تر څو په راتلونکې کې هیڅ مېټر پرته له سرغچ پاتې نه شي.