غزني کې له دوو زرو زیاتو کورنیو ته د برېښنا رسونې پنځو پروژو شپیته سلنه پرمختګ

برشنا 04.jpg

3 جوزا 1401

د غزني برېښنا حوزې عملیاتي معاون انجنیر عزت الله وحدت وايي، چې د ښار اړوند پنځو ساحو کې یې د بیلابیلو ظرفیت لرونکو پنځو ټرانسفارمرونو او د شبکې پراختیا اړوند تجهیزاتو د نصب ۶۰سلنه چارې بشپړې کړي دي. 
ښاغلی وحدت وايي چې د غزني ښار شمال لویدېځ کې د نوآباد ښار ګوټي او مغلانو کلي ته د برېښنا رسونې شبکې جوړولو چارې د ۱۴۰۰ کال له ژمي راهیسي روانې دي، چې له ۲۵۰ کیلوولټ امپیر بیا تر ۴۰۰ کیلوولټ امپیر ظرفیت لرونکو پنځو ټرانسفارمرونو د نصب او منتاژ او دغه راز د شبکې اړوند مزو تمدید چارو کې ۶۰سلنه پرمختګ شوی دی او د پاتې چارو بشپړاوي لپاره یې تخنیکي ټیمونه هره ورځ د مهال ویش له مخې سیمو کې کار پر مخ وړي. 
د غزني برېښنا حوزې رهبرۍ په وینا چې د یادو پنځو پروژو په بشپړیدو سره به له دوو زرو زیاتې نوې کورنۍ له برېښنا برخمنې شي. 
غزني ولایت دا مهال ښاري شبکې لپاره د ۳۰مېګاولټ امپیر په ظرفیت یو سب سټیشن لري، چې د ښار اړوند نږدې ۱۴۸۰۰ پیرودونکو ته ترې برېښنا ورکړل شوې ده او نویو پیرودونکو ته ترې د برېښنا ویش لړۍ په چټکۍ روانه ده. 
د غزني برېښنا حوزې مسؤلینو په وینا چې پر یادو پنځو ټرانسفارمرونو سربیره ښار ته نږدې کلیو ته د برېښنا رسونې ۱۲نورو پروژو کار هم له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پرمختګ کړی دی. 
دا مهال غزني کې د برېښنا شبکې پراختیا ټولټال ۱۷ پروژو کار په مختلفو کټګوریو پرمختګ سره ګړندی روان دی چې په بشپړیدو سره به یې نږدې څلور نیم زره نویو پیرودونکو ته برېښنا ورسیږي.