د کندهار حوزې برېښنا ریاست سره د ICRC یا سره صلیب نړیوالې کمېټې لخوا د تېلو مرسته وسوه

برشنا 05.jpg

3 جوزا 1401

په کندهار کي د ICRC یا سره صلیب نړیوالې کمېټې د خپلو مرستو په دوام تېره ورځ یو ځل بیا د کندهار حوزې برېښنا ریاست سره د ډېزل جنراتورونو لپاره او د کندهار شریفو خلکو د بریښنا او پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د ۲۱۶۰۰۰ لېټره ډېزل تېلو مرسته کولو وعده وکړه. 
د ۲۱۶۰۰۰ لېټره ډيزل تېلو له جملې څخه تېره ورځ ۴۰۰۰۰ لېټره ډيزل د کندهار حوزې برېښنا ریاست مسؤلینو ته تسلیم سوه او د برېښناکوټ په ذخایرو کښي تخلیه سوه او پاته تېل به د راتلونکو څو ورځو په جریان کي د کندهار برېښنا ته تسلیم کړل سي.
اوس مهال چي د کجکي برېښنا د انتقالي لینونو د تقویې او نوي کولو په خاطر قطع ده او په کندهار کي ښاري شبکې ته د لمړنیو ضرورتونو لپاره ډېزلي او سولري برېښنا ورکول کیږي، چي د یادو تېلو څخه به استفاده کیږي.