د ښارې مسافر وړلو دولتي شرکت/ ملي بس د مدیره پلاوي ناسته وشوه

ملی بس 01.jpg

4 جوزا 1401

د مالیې وزارت استازي او د ملي بس دولتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد سالم اوریاخیل په مشرۍ د یاد شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست د مدیره هیئت غړو او یو شمېر مسوولینو په کې ګډون کړی وله اجندا سره سم، د خواجه بغرا د پمپ سټیشن قرارداد، د کارته پروان ملکیتونه په قرارداد، د زنده بانان په سیمه کې د ملي بس شرکت د دوکانونو په اړه تصمیم نیول، د ۱۴۰۱ مالي کال د مالي پلان او تشکیل، د کارته نو مکلیتونه د قرارداد رد یا تائید او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.