د کجکي بند د ۱۱۰ کیلو ولټ د بیارغونې پروژې د دوهم فاز پرمختګ

بند کجکی 01.jpg

8 جوزا 1401

پرون د کجکي بند د ۱۱۰ کیلو ولټ مزي د بیارغونې پروژې د ښه پرمختګ شاهدان وو. د تیر ورځ په جریان کې ۶ فاصلې  لین د ۱۳۲۰مترو په اندازه زوړ لین ټول او په همدی اندازه نوی لین پورته  سره د ټولو تجهیزاتو نصب، کش او قید شوه.
د یادونې وړ ده چې د کجکي د لومړۍ کرښې پروژې د بیارغونې چارې چې شاوخوا ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري په لومړي پړاو کې د لښکرګاه دوراهی څخه د سنګین ولسوالۍ تر شمالي برخې پورې غځول شوې ده.
او د دوهم فاز چارې چې نوی شروع شوې ده په لومړې قدم کې د لښکرګاه د دوراهې څخه تر میوند او په دوهم قدم کې د شمالې سنګین څخه تر کجکي او دریمه برخه کې به د میوند ولسوالي څخه تر کندهار ښار پورې نوې لین د ۱۸۵ ملي متره مربع په مقطع سره وغځول ښي.