د افغان ملي بانک او د افغانستان د خوندی اسنادو د چاپ دولتی شرکت تر منځ د ګډې همکارۍ هوکړې لاسلیک

بانک ملی افغان 01.jpg

10 جوزا 1401

د یادې هوکړې موخه د دواړو ادارو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول او د غوره چوپړتیاوو چمتو کولو په پار ترسره شوه. په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د دواړو ادارو رهبرۍ په متقابلې همکارۍ ټینګار وکړ او دغه راز یې د بانکي چوپړتیاوو برخه کې د ذکرشوې ګډې هوکړې لاسلیک د بانکي چارو په پراختیا کې اساسي ګام وباله.