د نمک آب کانال د جوړولو چارې بېرته پیل شوې

کانال نمک آب 01.jpg

12 جوزا 1401

نمک آب کانال د تخار ولایت په نمک آب ولسوالۍ کې دی، چې د جوړولو چارې یې پخوا پیل شوې وې، خو په هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته یې چارې په ټپه ولاړې وې، چې له نېکمرغه دا دی اوس یې د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز ریاست له لوري بېرته پيل شوې. 
دا کانال ۱۲۰۰ متره اوږدوالی، ۱۷ متره پلنوال، ۴ متره ژوروالی، په عادي حالت کې ۱۵-۲۵ او په سیلابي حالت کې د ۲۲۰ متره مکعب اوبو د لېږد وړتیا لري، چې د دې کانال د جوړولو څخه موخه د نمک آب سیند تر څنګ د مالګې د کانونو د منحل کېدو څخه مخنیوی دی. 
د ملي پراختیا شرکت د هېواد د په ځان بسیاینې لپاره په بېلا بېلو برخو(بندونو، کانالونو، تاریخي آبداتو، کرهنې، ودانیز…) کې کار کوي او ژمن دی، چې ترپخوا به په لا ډېر قوت په دې برخو کې کوټلي ګامونه اخلي.