د هلمند حجارۍ او نجارۍ دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

حجاری و نجاری 01.jpg

14 جوزا 1401

د مالیې وزارت استازي او د هلمند حجارۍ او نجارۍ دولتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي ندامحمد صدیقی په مشرۍ د یاد شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست د مدیره هیئت غړو او یو شمېر مسوولینو په کې ګډون کړی وله اجندا سره سم،  د ۱۴۰۱ مالي کال د دریو میاشتو پلان منظوري، د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د شرکت په کرایه ورکول شوې جایددادونو مودې تمدیدول، په تدارکاتو او مالي چارو کې  د شرکت رئیس ته ّد پولی واکونو تفوضول، د شرکت په احاطه کې د یو باب مغازې جوړریدو منظورل، د سرمایه ګذاري عمومي طرحه تائید، په نورو شرکتونو کې د حجارۍ او نجارۍ دولتي شرکت ډبرې د بیمه او پوره پروسیس اجازه او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.