لاله ښارګوټي د سوداګریز کمپلکس چارې ګړندۍ روانې دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

لاله خار 01.jpg

23 جوزا 1401

د ملي پراختیا شرکت د کور جوړولو ودانیز ریاست له لوري د لاله ښارګوټي د سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې ګړندۍ روانې دي. د مسوولینو په خبره یاد سوداګریز کمپلکس په دوه پوړونو کې جوړېږي او ۱۹ دوکانونه لري، چې هر دوکان ۱۱۱ متر مربع مساحت لري او د نني عصر په ټولو عصري او تخنیکي وسایلو به سمبال وي. 
مسوولینو زیاته کړه، د دې سوداګریز کمپلکس چارې به تر راتلونکو درې میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.