د خوندي اسنادو د چاپ مطبوعې لپاره د مسلکي کارکوونکو د جذب ازموینه واخیستل سوه

چاپ اسناد مصئون 01.jpg

30 جوزا 1401

په دغه ازموینه کي ۵۲۰ کسانو ګډون کړی وو، چي یوازي ۶۰ کسان به له بریالي کېدو وروسته د مسلکي زده کړو د شپږ میاشتنۍ او وروسته بیا دوه کلنۍ تخنیکي، مسلکي، نظري او عملي زده کړو ترلاسه کولو د خوندي اسنادو د چاپ مطبوعه کي په بېلا بیلو مسلکي برخو کي جذب سي.
د مالیې وزارت اړوند د خوندي اسنادو د چاپ مطبوعې عمومي رئیس دوکټور محمد خالد مروان وویل: د ازمویني او مسلکي زده کړو دغه بهیر یې د یادي مطبوعې لپاره د مسلکي اشخاصو د جذب په موخه په لاره اچولی دئ. نوموړي زیاته کړه، د دې علمي بهیر په بشپړیدو سره به د خوندي اسنادو د چاپ مطبوعې چاري لا چټکي سي، چي ورسره به په هېواد کي ټول اړین خوندي اسناد په دغه مطبوعه کي چاپیږي، چې بهر ته د پانګو له وتلو او د هیواد د اقتصادي ودي سبب به وګرځي.
د یادوني وړ ده، چي د خوندي اسنادو د چاپ مطبوعه د هیواد او سیمي په کچه یوه تر ټولو د ښه تخنیکي امکاناتو درلودونکې مطبوعه ده او د ډیرو ارزښت لرونکو خوندي اسنادونو د چاپ وړتیا لري.