د کابل پوهنتون د نوې لیلیې چارې بشپړې او ژر په ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

انکشاف ملی 01.jpg

31 جوزا 1401

د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري د کابل پوهنتون د نوې لیلیې د ودانۍ چارې په ۱۳۹۷ کال کې پیل شوې وې، چې د ا.ا.ا په راتګ سره تر لنډ ځنډ وروسته بېرته پيل شوې او له نېکمرغه اوس یې چارې په بشپړ ډول او ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
دا لیلیه په ۲۸۲۰ متره مربع مساحت ځمکه کې دوه شپږ پوړیزه بلاکونه لري، چې دواړه بلاکونه ۲۴۰ د اوسېدنې خونې، ۱۸ اداري خونې، ۱۲۴ تشنابونو سربېره خوړنځی، روغتون، د کنفرانسونو تالار او جومات شتون لري، چې په ټوله کې ۳۳۵۲۰۰۶۰۰ افغانۍ مالي لګښت پرې راغلی دی.
د یادولو وړ دی، چې تر دې وړاندې هم د ملي پراختیا شرکت د هېواد په بېلا بېلو پوهنتونونو کې ورته لیلیې جوړې کړې دي او د هېواد د آبادۍ او زېربنایي پروژو بشپړولو ته ژمن دی.