د کندهار د نخي نساجۍ دولتي شرکت په نژدې راتلونکي کې فعالیږی

نساجی کندهار 01.jpg

9 سرطان 1401

د مالیې وزارت د رهبرۍ په ځانګړې پاملرنې او د دولتي شرکتونو عمومي ریاست په مسلسلو هڅو دا ځل د غیر فعالو دولتي شرکتونو د فعالیدو په لړ کې د کندهار د نخي نساجۍ دولتي شرکت د بیا ځل فعالیدو په موخه د دولتي شرکتونو عمومي ریاست ګډ استازي، هر یو نویداحمد عازم  د دولتي شرکتونو عمومي رئیس، رضوان الله اساس د دولتي شرکتونو د پانګوالو د جلب او بازار موندنې آمر، منهاج الدین جلیلي د نساجیو دولتي شرکتونو د برخې ارشد سلاکار او محمد نعیم احمدي د دولتي شرکتونو د مالي چارو د شننې ارشد سلاکار رسمي سفر کړی دی چې په نژدې وخت کې به د خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ سره یاده فابریکه عملاً فعاله او د تولید جوګه به شي، همدا راز یاد دولتي شرکت به په راتلونکي کې ځوان تحصیل لرونکي کهول او هم له زده کړو څخه محرومو هیوادوالو لپاره به د کار زمینه مساعده کړي، د ګټې او عوایدو د ډیرو باعث به وګرځي.
د یادونې وړ ده چې د کندهار د نخي نساجۍ دولتي شرکت ترڅنګ به د کندهار د وړینې(پشمي)نساجۍ دولتي شرکت به هم په نژدې راتلونکي کې فعال شي.