د هلمند د حجاري او نجاري دولتي شرکت د مدیره پلاوي په ناسته کې د دې شرکت د ۱۴۰۱ مالي کال پلان په پرنسیپ کې تائید شو

1.jpg

8 حوت 1400

د مالیې وزارت د استازي او د هلمند ولایت د حجارۍ او نجارۍ دولتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس ندا محمد صدیقي په مشرۍ، د دې شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د دې شرکت د اجرائیه پلاوي د ټاکلو، د ۱۴۰۱ مالي کال د پلان په منظورۍ، د خامو موادو د اکمال د طرحې او وړاندېز لکه د هلند رخام ډبرو، د ماشینرۍ عصري کولواو د ونډې لوړولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو د نظرونو تبادله وشوه.
ناستې له هر اړخیزو بحثونو وروسته مالي پلان، اجرائیه پلاوی او د دې شرکت تشکیل منظور کړل.