د کندهار د نخي نساجي دولتي شرکت د د مدیره پلاوي فوق العاده ناسته وشوه

نساجی 02.jpg

2 اسد 1401

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي رئیس ښاغلي احمد نوید عازم په مشرۍ د یاد شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اجندا سره سم، د کندهار د نخي  نساجي دولتي شرکت د اساسي فعالیت، د دې شرکت د اساسي فعالیت د پیل لپاره د ۱۵ میلیون افغانی اړتیا، د اساسي فعالیت د پیل لپاره د مصارفو صلاحیت ورکول، د تیر مدیره پلاوې د ۱۲ بند پړیکری په اصلاح، د کورونو د کرايي نه تحویلولو ګزارش او علتونه د ۱۰۰۰ افغاني میاشیتنې کرایه ټاکل، د فابریکې د بریښنا د جوړیدو په اړه معلومات او اجراات او او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.