په ننګرهار ولایت کې د ارازقو دولتي شرکت قریشي تجارتي مارکیټ ګټې اخستنې ته وسپارل شو

ارزاق 03.jpg

12 اسد 1401

د ارزاقو دولتي شرکت د جایدادونو له برخې په (۵۷۷) متر مربع ځمکه چې د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري پنځه پوړیز تجارتي مارکیټ جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
ذکر شوې ځمکه چې د (۱۳۹۹) کال په وروستیو کې د داوطلبي او مزایدې مجلس وروسته په (۳۳۲۴۰۰) دري سوه او دوه دیرش زره او څلور سوه افغانۍ میاشتنۍ کرایه په قرارداد ورکړل شوې وه، وروسته د ارزاقو دولتي شرکت په هڅو د داوطلبي او مزایدې مجلس ګټونکی کس وهڅول شو چې په یاده ځمکه کې د بیرته نه مستردیدو وړ سرمایه ګذاري وکړي چې نتیجه کې یې په (۴۰) څلویښت میلیونه افغانۍ د ښاري پراختیا د مسلکي انجنیرانو تر نظارت لاندې په پنځو پوړونو کې د (۲۰۰) شاوخوا دکانونه جوړ او د ۱۴۴۳ کال د ذوالحجې میاشتې په ۲۸ نېټه د مالیې محترم وزارت د نماینده، د ننګرهار ولایت د مختلفو دولتي ادارو او د ارزاقو دولتي شرکت د مسؤلینو په ګډون په پرتمینه غونډه کې یې پرانستنه وشوه.
د ارزاقو دولتي شرکت هڅه کوي چې د شرکت اړوند نورو جایدادونو کې هم د داخلي او بهرني پانګه‌والو د پانګه اچونې په مرسته تجارتي مارکیټونه، د اوسیدو او نور د ضرورت وړ ودانۍ چې د اسلامي امارت لپاره مؤثر واقع کیږي ورغوي.