اطلاعیه شرکت دولتی افتنتو

اطلاعیه.jpeg

28 ثور 1402

د آفتنتو مختلط دولتی شرکت د اساسنامه په نظر کی نیولو سره یو تجارتی شرکت دی اوس مهال د دورانی پانګی د نشتون له کبله اساسی (تجارتی) فعالیت نه لری او له بهران سره مواجه دی فعلاً د شرکت عواید د جایدادونو د کرایه ورکولو په اساس دی او هم خپل مصارفات له همدغو عوایدو څخه کوی او هر کال له ضرر سره مواجه وی. د اسلامی امارت د ذیدخله رهبری د هدایت په اساس په هر شکل چی کیږی شرکت باید بیرته خپل اصلی فعالیت شروع کړی او د اصلی فعالیت د نه شروع کیدو په صورت کی به ذیدخله رهبری د شرکت په اړه خپل تصمیم ونیسی. د ټولو داخلی او خارجی سهمدارانو څخه غوشتنه کوو تر څو پوری د شرکت د سرنوشت او د اساسی فعالیت د شروع کیدو لپاره د اطلاعیه د نشر څخه تر آخیر د ۱۴۰۱ کال د جوزا تر ۲۰ پوری د شرکت مرکز ته حاضر او نهایی تصمیم ونیسی او د سهمدارانو د نه حاضریدو په صورت که که هر تصمیم د ا. ا. ا د ذیدخله رهبری په اساس ونیول شو بیا حق د شکایت نه لری او هم یو جدول چی د سهمدارانو نومونه پکی ذکر شوی دی ضمیمه او ارسال شول.