دهلمند د بست دولتي شرکت د تېر کال په پرتله ۲۲ میلیونه افغانۍ ګټه ترلاسه کړې ده

بست هلمند فایده.jpg

10 حمل 1401

د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د تېر کال ۲۰۰۰ ټنه پنبې تر پروسېس وروسته يي ۲۲ میلیونه افغانۍ ګټه ترلاسه کړې ده.
د هلمند د بست د پنبي او نباتی غوړیو دولتي فابریکه تېر کال دوه زره ټنه دانه داره پنبه له کرونده ګرو پیرلې وه، چي تر پروسس وروسته يي محصولات بازار ته وړاندې کړل. د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د تير کال په پرتله يې فعاليتونه ښه شوي او غواړي سږ‌کال په زياته اندازه خام مواد له کروندګرو وپیري. د هلمند د بست د پنبي او نباتی غوړیو دولتي فابریکه روان کال به له کرونده ګرو ۴ زره ټنه خامه پنبه وپېري چي په دې سره به يې د ګټي اندازه دوه برابره لوړه شي.
د دې شرکت مسئوولین وایی سږ کال د ماشینرۍ د عصري کېدو او یو شمیر برخو د بیا رغوني پلان هم نیول شوی چي د ځان مینځلو د صابون د نوي تولید د پیل ترڅنګ به  د غوړیو د پلور لپاره نوي مغازې هم پرانیزي.