د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کندوز سپین زر دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه

خبر.jpg

2 جدی 1402

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند کندوز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي د مالیې وزارت اړوند د سپین زر دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي برادر اخوند د سپین زر دولتي شرکت بېلابېلي تولیدي او تخنیکي برخي له نږدې وکتلې او د دغه شرکت د وروستیو پرمختکونو د ستایني ترڅنګ ئې د شرکت د فعالیتونو د لا پراختیا، کورنیو تولیداتو د ودي او د هیواد اقتصادي پیاوړتیا په موخه، مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ بشپړ ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده، چي د کندوز سپین زر دولتي شرکت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته خپل فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړل او اوسمهال؛ د مالوچو، نباتي غوړیو، کُنجاړې، د ښه کیفیت صابون، کاغذي دسمالونو، د پخلنځي کاغذي رول، موسمي یخ او د پلاستیکي بوتلونو د تولید تر څنګ له یو شمېر دولتي ادارو سره د اړتیا وړ موادو د برابرولو قراردادونه هم لاسلیک کړي دي.