د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغان پولخمري نساجۍ له فابریکې څخه لیدنه وکړه

خبر ۰۱.jpg

5 جدی 1402

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند، د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی ریاست مسؤلینو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ملتیا د افغان پلخمري نساجۍ فابریکې له بیارغوني څخه لیدنه وکړه. ملا برادر اخوند د افغان پلخمري نساجۍ د ماشینرۍ د ترمیم له پرمختګ څخه د خوښۍ ترڅنګ د دغي فابریکې مسوولینو ته د دې دستګاه د بیا جوړولو د بهیر بشپړېدو په اړه لازمي لارښووني وکړې او له هغوی سره ئې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
د افغان پلخمري نساجۍ د فابریکې مشرتابه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ژمنه وکړه، چي د افغان پلخمري نساجي د فابریکې فعالولو او په چارو کي د پرمختګ په برخه کي به له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
د یادوني وړ ده، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت او د مالیې وزارت د رهبرۍ او د دولتي شرکتونو لوی ریاست د هڅو له امله د افغان پلخمري نساجۍ فابریکې فعالیت بیا پیل سو، چي اوس مهال بېلابېل ډوله ټوکر تولیدوي او د شاوخوا (۳۵۰) تنو لپاره ئې د کار زمینه هم برابره کړې ده.