د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال او د پلخمري نساجي فابریکو څخه لیدنه وکړه

خبر ۰۱.jpg

6 جدی 1402

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان بورې جوړولو او همدارنګه د پلخمري نساجي فابریکو څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د یادو فابریکو دماشینونو ترمیم او دفعاليت پيل دصنعت په برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه یاده کړه.
او مسوولینو ته یې د کارونو د لا ښه‌والي او تولید کچې زیاتوالي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. د بغلان بورې جوړولو او همدارنګه د پلخمري نساجي فابریکې د اسلامي امارت په راتګ سره بیاځلې ترمیم او په عصري تجهیزاتو سمبال شوې دي.
د پلخمري نساجي فابریکې دترمیم چارې په یو کال کې بشپړې شوې او له دوه میاشتو راپدېخوا د ټوکر، ململ، ریسمان او د نظامي ځواکونو د جامو د ځانګړي ټوکر په برخو کې عملاً تولید لري،چې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته پکې دکار زمینه هم برابره شوې. د بغلان بورې جوړولو فابریکې د ترمیم چارې هم پایته رسېدلې دي، چې اوسمهال پکې ۱۰۰کسان پر کار مصروف دي او په نږدې راتلونکي کې به خپل تولیدات بازار ته وړاندې کړي.د یادونې وړ ده چې د بغلان د بورې جوړولو فابریکه د افغانستان د بورې ۳۰ سلنه اړتیا پوره کولای شي او تمه ده چې د تولید کچه به یې په نږدې راتلونکي کې نوره هم زیاته شي.