ملا خالقداد نصرالله د بلخ ولایت د کوډ او برق دولتي شرکت رئیس وټاکل سو

خبر.jpg

16 جدی 1402

د عاليقدر امیر المؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس د کندهار ولایت مقام مخکینی مالي آمر ملاخالقداد نصرالله د بلخ ولایت د کوډ  او برق دولتي شرکت د نوي رئیس په توګه وټاکل سو


‏ښاغلی خالقداد د بلخ ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي سلطان محمد سعید او د دغه ولايت د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مولوي بخت محمد مومنیار له لوري د دې دولتي شرکت ټولو معاونینو،آمرینو،کارکوونکو او مامورینو ته د یو لړ خاصو مراسو په ترڅ کي ور وپېژندل سو.
‏د يادوني وړ ده، چي  دا فابریکه په ۲۵ برخو کي کار کوي  تر ټولو لویه برخه ئې (۱۱۵۰) ټنه د اکسېجن تولید، (۲۵۰۰) ټنه د هايدروجن تولید، (۲۵۰۰) ټنه د نايتروجن تولید، (۱۴)مېګاواټه د برېښنا تولید او د (۱۱۵) ټنه سپین کوډ د تولید ظرفيت لري، چي د نړۍ په سطحه په لوړ کیفیت کي دوهم ځای لري.