د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې دولتي شرکت او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌ وسوه

خبر.jpg

21 جدی 1402

د مالیې وزارت اړوند د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې دولتي شرکت او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د اړتیا وړ تعرفې د کتابچو او بارنامو د چاپ او بسته بندۍ او د یاد شرکت په ارزښتمنو اسنادو کي د اداري فساد د لاملونو (تقلب، تزویر او لاسوهنو) له پراختیا څخه د مخینوي په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک سو.
دغه هوکړه لیک د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې دولتي شرکت د رئیس محمد نسیم همدرد او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت په استازیتوب د تورید له خدمتونو څخه د څارني آمر له لوري لاسلیک سو.
یاد هوکړه لیک د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۹۰) ګڼي (۱۴۴۴/۴/۲۹) نېټې د هغه حکم پر بنسټ، چي دولتي ادارې باید خپل خوندي او ارزښتمن اسناد د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې په دولتي شرکت، چي د چاپ په برخه کي په نویو او کیفیت لرونکو وسایلو سمباله قانوني مرجع او مطبوعه ده، ډیزاین او چاپ کړي، لاسلیک کړ.