د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني کمېټې پلاوي د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه

خبر.jpg

24 جدی 1402

د مولوي احمد جان «بلال» په مشرۍ د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني ګډي کمېټې غړو د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د فعالیتونو، پرمختګونو، ماشینرۍ او کارکوونکو د وضعیت لیدني په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ.
د یادي کمېټې مشر او مسؤلینو د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت ټولي چاري له نږدې وکتې، د ماشینرۍ او پرمختګونو ارزونه ئې وکړه، د کارکوونکو ستونزي، وړانديزونه او غوښتني ئې واورېدې او ترڅنګ ئې مسؤلینو ته د چارو د لا ښه پرمختګ سپارښتنه وکړه او هغوی ته ئې ډاډ هم ورکړ، چي ستونزي به ئې له مشرتابه سره شریکي کړي او په حلولو کي به ئې له ټولو قانوني لارو چارو کار واخلي.
د یادوني وړ ده، چي د روان کال په لومړیو کي د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) له هدایت سره سم د مولوي احمد جان «بلال» په مشرۍ یوه ګډه کمېټه جوړه سوې وه، چي د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو ئې هم غړیتوب درلود او موخه ئې د دولتي شرکتونو هر اړخیزه ارزونه وه.