د بغلان بورې دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

د بغلان 01.jpg

21 حمل 1401

د مالیې وزارت استازي او د بغلان بورې دولتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي عصمت الله سلمی په مشرۍ د یاد شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې له اجنډا سره سم، د اوسني په اړه د دې شرکت ګزارش، د رئیس او د شرکت د اجرایوي کمیټې  د معرفي په اړه په پریکړی، د اجراییوي کمیټې ته د مالي صلاحیت، د بغلان د کرنې ریاست له خوا د دغه شرکت د ځمکو د عوایدو راټولول، د بغلان دولتي بورې شرکت حسابونو ته د عوایدو د پیسو لیږد او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.