د ارزښت لرونکو اسنادو د چاپ او پلور د نرخ د بیاکتني ناسته ترسره سوه

چاپ اسناد بها دار.jpg

21 حمل 1401


د ارزښت لرونکو اسنادو د چاپولو او پلورلو د نرخ د بیاکتني ناسته د خزاینو لوی ریاست د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده په مشرۍ د مالیې وزارت د خزاینو کنفرانس خونه کي ترسره سوه.
په دغه ناسته کي چي د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود، د خوندي او ناخوندي اسنادو پر توپیر، د ارزښت لرونکو اسنادو پر ډيزاین، ډېرول، له منځه وړل، د چاپ خرڅلاو ثابتول او ټاکل، د دغه اسنادو لپاره د استعمال وړ او نه وړ اسنادو په ډاګه کول، د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست له لارې د یادو اسنادو پروسیس او اړوند نورو مسایلو باندې خبري اتري او په اړه يې اړیني پرېکړي وسوې.
د یادونې وړ ده، چي د ناستي په ورستیو کي د اړوند آمرینو او مسولینو نظریات هم واورېدل سول.