د اوبو رسولو شرکت د اړتیا وړ 35MBPS انټرنټ داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

اعلان داوطلبی آبرسانی.jpg

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست مرکزي دفتر او زونونو د اړتیا وړ (Point to Point 35MBPS) انټرنټ تدارک او نصب په پروسه کې چې د داوطلبۍ ګڼه یې (Re-Bid-UWASS.soc/1401/NCB/NCS/001) ده، ګډون وکړئ. او د ۵۰۰ پنځه سوه افغانیو په مقابل کې اړونده شرطنامه د تدارکاتو له ریاسته لاس ته راوړئ او خپل آفرونه مو په شرطنامې کې د شته شرط او د تدارکاتو قانون او کړنلارې مطابق په سرپټې بڼه د خبرتیا له اعلانه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست چې پته یې د غونډۍ سر، کارته نو، اتمه ناحیه، کابل دی، ته وړاندې کړئ، له یادې نېټې وروسته او انټرنټي آفرونه په هیڅ ډول نه منل کېږي، د آفر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا هم نغدي بڼه ۵۵،۰۰۰ افغانۍ دي.
د یادې پروژې آفر خلاصونې غوڼده په شرطنامې کې موجودې نېټې د سهار لس ۱۰:۰۰ بجې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست کنفرانسونو خونې کې ترسره کېږي.