د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د اداري پلاوي ناسته وشوه

ریاست عمومی 01.jpg

12 سنبله 1401

د دولتي شرکتونو لوی رئیس نوید عازم، په مشرۍ د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د اداري پلاوي ناسته د دې ریاست د ناستو په تالار کې وشوه.
په دې ناسته کې لومړی له اجنډا سره سم ټولو اړوندو اداري واحدونو خپل کاري ګزارشونه د دولتي شرکتونو عمومي ریاست رهبرۍ ته وړاندې کړل. همدا شان په دې ناسته کې د دولتي شرکتونو لپاره د تخصصي مدیره پلاوي په ګمارلو، د ترتیب شویو طرحو د عملي کولو میکانیزم، د شرکتونو د لا زیاتو اساسي فعالیتونو د تنظیم په موخه له دولتي شرکتونو سره د ناستو، د دولتي شرکتونو د کړنو په لاره کې د پرتو ستونزو تشخیصولو، د ټاکل شویو موخو د تحقق لپاره د اغېزمنو او ګټورو فعالیتونو ترسره کولو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په دې برخه کې اړینې پرېکړې وشوې.