د افغان پُست دولتي شرکت او سلام مخابراتي شبکې تر منځ د دوه اړخېزو همکاریو هوکړه لېک لاسلېک شو

افغان پست 01.jpg

15 سنبله 1401

دغه هوکړه لېک  د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وږي په ۱۴ مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت په عمومی ریاست کې د یوي غونډې په ترڅ کې لاسلېک شو، د یاد هوکړه لېک له مخې به هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان پُست دولتي شرکت د پُست خونو له لارې د سلام مخابراتي شبکې سېمکارټونو او خدمتونو ته لاسرسۍ ولري.
د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلی مولوی رحمت الله مکی او د افغان تیلی کام مخابراتي شرکت لوی رئیس ښاغلی پوهنیار علی احمد سامند په خپلو ویناوو کې د یاد هوکړه لېک د پلي کېدو له لارې هېواداوالو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه