ښاغلې عبدالحمید اخندزاده د دولتي شرکتونو د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو

رئیس عمومی 01.jpg

27 سنبله 1401

ښاغلې عبدالحمید اخندزاده  د الحاج مولوی هدایت الله بدري د حکم پر اساس د دولتي شرکتونو د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.
د دولتي شرکتونو نوی ګمارل شوې رئیس د پیژندنې په غونډه کې، لومړې د دولتي شرکتونو د پخواني رئیس له فعالیتونو او لاسته راوړنو مننه وکړه او زیاته یې کړه ، په تېر یوه کال کې د دولتي شرکتونو پخواني رئیس د دولتي شرکتونو په چارو او د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې ډېرې هڅې کړې او هڅه به مې دا وي چې دغو اصلاحاتو ته دوام ورکړم.
ښاغلې اخوند زاده د ماليې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په ده یې د دې دندې باور کړی دی. نوموړې وویل چې د دولتې شرکتونو د اصلاحاتو پلي کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ځان ونه سپموي او په دې برخه کې به له حده زیات کوشش وکړي. ده زیاته کړه چې په ور سپارل شویو چارو کې به هر اړخیزه هڅه کوي.
همدا راز نوموړې، له اړوندو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د ور سپارل شویو او پرمخ وړونکو چارو په برخه کې دې همکاري ورسره وکړي.
د یادونې وړ ده چې د پیژندنې په دغه ناسته کې د مالي وزارت د حقوقي چارو سلاکار تر څنګ د دولتي شرکتونو عمومی ریاست یو شمیر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو او دوی ته یې د نوې دندې مبارکي وویله.