د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړ او بشپړ شو

مکروریان 06.jpg

12 میزان 1401

په لومړي ځل د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت لپاره هر اړخیز ستراتېژیک پلان جوړ او په اړه یې د دې شرکت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د شرکت عمومي رییس، پوهنمل غلام عمر عبدالله په ګډون محترمو معاونینو او آمرینو هم برخه اخیستې وه او د یاد پلان په اړه یې هر اړخیز بحث وکړ.
ښاغلي عبدالله وویل، چې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو بشپړ ستراتېژیک پلان جوړ شوی چې په خبره یې د یاد پلان په پلي کېدو سره به د مکروریانونو اوسېدونکو ټولې اړتیاوې ځواب او د شرکت ټولې موخې به هم ترلاسه شي.
دغه ستراتېژیک پلان د دې شرکت د پلان او پالیسۍ آمریت په نوښت او د مجربو کارکوونکو په همکارۍ او همغږۍ جوړ شوی دی. 
 یاد ستراتېژیک پلان له درېیو اساسي برخو عمومي مالومات، د ستراتېژیو تدوین او عملیاتي برنامې څخه جوړ شوی، چې پکې د شرکت د بهبود لپاره بېلابېلې ستراتېژۍ تدوین شوې دي.
دغه پنځه کلن پلان د شرکت ارزښتونه، لرلید، ماموریت، د شرکت ستراتېژیک لومړیتوبونه، د شرکت ستراتېژیک وضعیت، د SWOT تحلیل  د QSPM په اساس ستراتیژیک لومړیتوبونو ټاکل او د راتلونکو پنځو کالونو لپاره عملیاتي برنامې، پراختیایي چارې او  پنځه کلنه بودجه په ځان کې رانغاړي.
د یادونې ده چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د راتلونکو پنځو کلونو یو بشپړ استراتېژیک پلان چمتوي کوي.
د دې ستراتېژیک پلان په تطبیق سره به شرکت وکړای شي، په سیستماتیک او تدریجي ډول خپلو ستراتېژیکو موخو ته ځان ورسوي او خپله ستراتیژیکه بقا به تضمین کړي، یاد ستراتیژیک پلان د شرکت د ټولو برخو لپاره د بشپړ لارښود حیثیت لري،چې  اړوند معاونیتونه او مدیریتونه به خپلې ټولې چارې د همدې پلان په رڼا کې تر سره کوي.