د شرکت مسوولینو او کارکوونکو لپاره د متوازن نمرو کارت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

کارت امتیازی 01.jpg

24 میزان 1401

نن شنبه د ۱۴۰۱ کال د میزان میاشتې په ۲۳ مه نېټه د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت مسوولینو او کارمندانو ته د متوازن نمرو کارت(Balanced Score Card) روزنیز پروګرام جوړ او وړاندې شو.
دغه روزنیز پروګرام د دې شرکت د رییس ښاغلي پوهنمل غلام عمر عبدالله له لورې یادو کارکوونکو ته وړاندې شو.
په دغه یو ورځني ورکشاپ کې د شرکت محترمو معاونینو، آمرینو او عمومي مدیرانو ته د متوازن نمرو کارت تعریف، په دولتي شرکتونو کې د هغې د پلي کولوڅرنګوالی، عمومي معیارونه، د متوازن نمرو کارت د پلي کولو پړاوونه او نور مهم موضوعاتو په اړه مالومات ورکړل شول.
د متوازن نمرو کارت موخه د یوه شرکت د مالي لید، پېرودونکي لید، عملیاتي پړاوونو لید، زده‌کړې او ودې لید ارزونه ده، چې په  پام کې نیولو سره به یې د اړونده شرکت د پرمختګ سبب وګرځي.
دغه راز د متوازن نمرو کارت د یوې عملي وسیلې په توګه ترتیب شوی، چې له مخې یې د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ د دولتي شرکتونو اجرایوي رهبرۍ ارزونه وشي او مالومه شي، ایا د هغوی کړنې د قناعت وړ دي که نه. 
د یادونې ده چې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت رهبرۍ د متوازن نمرو کارت د ارزونې لپاره بشپړ چمتووالی هم نیولی دی.