د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت سږ کال ۳۰۰۰ ټنه دانه داره پنبه پیري

بست هلمند 04.jpg

1 عقرب 1401

هلمند کې بزګران، کروندګر او عام خلګ سږکال د پنبې له حاصلاتو او د دولت لخوا د پیرلو له نرخونو خوښ دي او وایي چې دغه کښت یې تر کوکنارو دعوائدو لپاره ښه بدیل دی. د یادونې وړ دی چې اوس له بزګرانو او کروندګرو څخه د دانه لرونکې پنبې د خریدارۍ کمپاین عملاً جریان لري او هم مهاله د مالوچو، غوړیو، کُنجاړې، پوستک او لنټر تولید هم روان دی.
د مالیې وزارت، د دولتي شرکتونو عمومي ریاست تل په دې هڅه کې دی ترڅو غیر فعال دولتي شرکتونه عملاً فعال کړي، همدا راز د فعالو دولتي شرکتونو په فعالیت کې زیاتوالی، په کمیت او کیفیت کې یې ډیروالی راوړي، ترڅو د ځان بسیاینې تر پولو پورې ورسیږو، د یادې کړنې په عملي کولو سره به پایله کې له توریدي او مصرفي هیواد څخه په تولیدي او صادراتي هیواد باندې مُبدل شو.