د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت اړوند د کابل په مرکزي سیلو کې مطبوعاتي غونډه تر سره شوه

سیلوی مرکز 06.jpg

3 عقرب 1401

یاده غونډه د کلام پاک په څو آیتونو سره پیل شوه وروسته د کابل مرکزي سیلو رئیس مولوی صاحب نصر الله منصور راغلو میلمنو ته ښه راغلاست اووايه بیا د افغانستان اسلامي امارت د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوی عبد الحمید اخونزاده د غونډې ګډونوالو ته وینا واوروله وروسته د یادې سیلو فني معاون احمد زکريا رسولي د تیرو څوارلس میاشتو راپور او لاسته راوړنې واورولې .
غونډه د ارزاقو د عمومي رئیس مولوي عبدالرازق رفیع په اختتامي دعا سره پای ته ورسیده .
د دولتي شرکتونو عمومي رئیس د کابل مرکزي سیلو رئیس مولوي نصر الله منصور او حقوقي مشاور مولوي آدم خان بلال په ملتیا له یاد شرکت او اړوندو جزوتامونو څخه لیدنه وکړه .
د دولتي شرکتونو عمومي رئیس د سیلو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د لا پرمختګ لپاره یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې .