د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي غړو ته روزنیز ورکشاپ ترسره سو

ورکشاپ هیئت مدیره 01.jpg

10 عقرب 1401

د مالیې وزارت اړوند د دولتي شرکتونو څخه د ملاتړ او د چارو د پرمختګ او شفافي ارزوني لپاره د دولتي شرکتونو مدیره پلاوي ته روزنيز ورکشاف داير سو. په دغه ورکشاپ کي د دولتي شرکتونو د هر اړخیزه ارزوني لپاره نوی جوړی سوی طرزالعمل تشريح سو،ترڅو په نږدې راتلونکي کي دهرشرکت مديره پلاوی دهغه په ړنا کي دشرکتونو ارزونه وکړي.
دهيواد پر اقتصادي وضعیت د دولتي شرکتونو مثبت اثر لرلو ته په کتو؛ ټینګار وسو، چي د مالیې وزات به د دغو سترو عایداتي سرچینو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوي.