د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې ستري پروژې پیل

35 ارزش.jpg

24 عقرب 1401

د مکروریانو د ساتني او پالني دولتي شرکت د یونیسف په مالي مرسته د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه ستره پروژه پرانیستله.
د یادي پروژې د پرانېستي په مراسمو کي د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي عبدالحمید اخندزاده، ورسره مل پلاوي، د مکروریانو د زونونو رئیسانو او ګڼ شمېر رسنیو ګډون کړی وو.
د مکروریانو د ساتني او پالني دولتي شرکت رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله په دې غونډه کي وویل، چي د مکروریانو د ساتني او پالني دولتي شرکت د تېرو کلونو په پرتله په ټولو برخو کي د پام وړ پرمختګ کړی دئ، چي ژوندۍ بېلګه ئې د مکروريانو په سيمو کي د اوبو رسولو د سيسټم د پياوړتيا لومړنۍ پروژه ده، چي په نږدې راتلونکي کې به نورې پروژې هم‎‎ ګټي اخیستني ته وسپارل سي. 
د دولتي شرکتونو عمومي رئيس وويل: د مکروريانو د ساتني او پالني دولتي شرکت په خپلو کارونو کي تر ډېره ښه روان دئ او دا د خوښۍ ځای دی. نوموړي د اوبو د ارزښت په اړه دا هم وويل، چي اوبه د ژوند سرچينه ده او په مصرف کي يې باید له سپما څخه کار واخلو..
د یادوني وړ ده چي د غونډي په پای کي د یونیسف موسسې (د اوبو رسوني برخي)، د کوار خیریه موسسې، د ګاتم سولر خصوصي شرکت استازي، د او آر ډي کمپنۍ او د یاد ارګان انجینرانو او کارکوونکو ته د دولتي شرکتونو د عمومي رئیس لخوا ستاینلیکونه هم ورکړل سول.