افغان کارټ دولتي شرکت د لومړي ځل لپاره روسیې هېواد ته د انارو صادرات پيل کړل

افغان کارت 05.jpg

26 عقرب 1401

د افغان کارټ دولتي شرکت له دېرش کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره روسیې هېواد ته د انارو صادرات پيل کړل.
د افغان کارټ دولتي شرکت ریيس  سيد محمد قسیم وایي، دغه شرکت تردې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله فلج شوی و او تېره ورځ يې یو ځل بیا خپل فعالیت پېل کړ.د نوموړي شرکت مسئولین وایی، چې پس له دېرش کلن ځنډ وروسته يې د لومړي ځل لپاره روسیې هېواد ته د انارو صادرات پيل کړل.
د افغان کارټ دولتي شرکت ریيس وویل، چې د انارو دغه محموله شل ټنه ده او هڅه کوي په دې برخه کې سوداګري نوره هم پراخه کړي.
زياتوي: « زموږ يو پلاوی تردې وړاندې روسیې هېواد ته تللی و او هلته يې له سوداګرو سره تر خبرو وروسته دغه تړونه کړی و، ډېر ژر به د همدې شرکت پرمټ له روسیې څخه د غنمو، تيلو او نورو توکو صادرات پېل شي.»
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې له کندهار څخه تازه انار پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادرېدل چې ډیر کله به یادو هیوادونو د افغان صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړولې او د تجارانو مالونه به پر وخت بازار ته نه رسیدل.