دولتي شرکتونه به معیاري و ارزول سي

شرکت های دولتی 01.jpg

26 عقرب 1401

د مالیې وزارت دولتي شرکتونو عمومي ریاست له لوري، د ټولو دولتي شرکتونو عمومي ارزونه د متوازن کارت له مخي په سټنډرډ او معیاري ډول پیل سوه.
دغه ارزونه چي پر نړیوال معیار او سټنډرډ برابرو اصولو تر سره کېږي، د متوازن کارټ (The Balance Score Card) په نامه سره یادېږي، چي مشري ئې د دولتي شرکتو د ریاست او تطبیق ئې د رهبرۍ د مدیره هئیت د غړو لخوا تر سره کیږي.
 په دې ارزونه کي د هر شرکت مالي، سوداګریزه، اداري، د ودي او ارتقاء برخي شاملي دي، چي وکتل سي کارکوونکي تر کومه بریده د ظرفیت لوړوني په بهیر کې شامل دي. 
 لومړنی شرکت چي تر دې مهاله ارزیابي سوی د ارزاقو شرکت دئ، چي ارزیابۍ ئې دوې ورځي مسلسل دوام وکړ. 
د یادوني وړده، چي د دې ارزوني په پایله کي به د ټولو دولتي شرکتو ارزیابي وسي، نیمګړتیاوي به په نښه سي، تولیدات به معیاري او مسلکي کادرونه به په کار وګمارل سي. 
شرکت های دولتی به شکل معیاری ارزیابی خواهند شد