خبرتیا (اطلاعیه)

کود و برق 02.jpg

د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید دولتي  شرکت هوډ لری چي په ټولیزه توګه (عمده) خپل تولید د 1401 کال د مرغومی میاشتي له لومړی نیټی بیا د 1402 کال د لندۍ تر دیرشمی (30) نیټی پورې ټوله ذخیره شوی او متوقعه د سرې تولیدات چه په نړی کی تر ټولو غوره سره ده، 46% سلنه نایتروجن لري او په پنځوس 50 کیلوګرامی لاینردارو بوریو کې ځای پر ځای شوی ده  د شرایطو سره سم پلوری.


هغه دولتي شرکتونه چې غواړي په دې پروسه کې برخه واخلي کولی شي چې شرطنامه د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست له سوداګریزې ریاست څخه ترلاسه کړي.


د غونډې (مجلس): د جوړیدو نیټه د بلخ ملی رادیو تیلویزیون د اعلان (خبرتیا) پر اساس چه د 1401 کال د لړم د میاشتی ‍‍په دېرشمه نیټه (30/08/1401) د ماښام ‍په 19:30 نو‌ لس بجو او دیرش دقیقو خپور شوی دی مطابق د (13/10/1401) د سه شنبه د ورځی د غرمی نه مخکی ‍په لسو (10) بجو ترسره کیږي.


پته: د مزار شریف د سرې او بریښنا تولید دولتي شرکت، دریم پوړ، د عمومي ریاست د کنفرانسونو تالار.


د کابل شمیره: وحید الله- ۰۷۸۸۳۱۲۹۵۰
د مزار شریف شمیره: عبدالغفور احمدزی-۰۷۰۰۵۰۹۳۱۱& ۰۷۹۴۳۴۹۴۵۷