د مزارشریف د سرې او برښنا(کود او برق)د تولید دولتي شرکت د راتلونکي تولیدي کال متوقعه د کیمیاوي سرې تولید آزادې مزایدې(داوطلبۍ)ته وړاندې شوه

کود و برق 03 خبر.jpg

14 جدی 1401

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند مزارشریف د سرې او برښنا د تولید دولتي شرکت، تولیدیدونکې متوقعه کیمیاوي سره د پلور په موخه آزادې مزایدې ته وړاندې شوه.
د آزادې مزایدې(داوطلبۍ) په دې مراسمو کې د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي رئیس ښاغلی الحاج مولوي عبدالحمید آخندزاده، د دولتي شرکتونو عمومي ریاست، تجارتي رئیس نوید احمد عازم، سوداګرو، رئیسانو، آمرینو، د مزارشریف د سرې او برښنا دولتي شرکت سرپرست رئیس او د یاد دولتي شرکت نورو مسؤلینو هم ګډون کړی وو. د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي عبدالحمید اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ او په دغه داوطلبۍ کې د خیر او برکت په غوښتلو سره وویل، چې ملي سوداګر د هیواد پانګه ده او موږ غواړو چې دوی ته ښه او مناسب قیمتونه وړاندې کړو. هر څه مو د خپل هیواد دي او خپل ملي سوداګر یې پېري او بیا یې د هیواد مهم قشر چې بزګران دي ورته وړاندې کوي. موږ له دوی سره په چارو کې شریک یو او دا اسلامي نظام هم د هیواد د اتلو سوداګرو پر پیسو ولاړ دی. 
د دواطلبۍ په دغه غونډه کې د یاد دولتي شرکت تولیديدونکې کیمیاوي سره (یوریا کود) د اوو(۷) خصوصي شرکتونو ترمنځ مزایدې ته وړاندې سوه، چې د یادې داوطلبۍ په پایله کې د عبدالحنان شرکت ګټونکی وپیژندل سو. دغه خصوصي انفرادي شرکت کولای سي له دې وروسته د کود او برق دولتي شرکت تولید سوې کیمیاوي سره وپېري او د هیوادو بزګرانو ته یې په غوره او ښه قیمت وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې په نوموړې مزایده کې د افغانکارټ دولتي شرکت هم ګډون کړی وو.