د ماليې وزارت اړوند د ملي پراختيا شرکت او نفت او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک سو

نفت و گاز 08.jpg

12 دلو 1401

د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت رئيس محمد نصير رحيمي ( انجنير حسن )  او د ملي پراختيا شرکت رئيس عبدالرحمن عطاش ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه ليک د ماليې وزير الحاج ملا هدايت الله بدري په حضور کښي لاسليک کړ.
ددې هوکړه ليک پر بنسټ به د ملي پراختيا شرکت د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د ظرفيت لوړوني او غوره اداري مديريت، سيسټم جوړوني، د زخايرو، پمپونو، دفترونو او ټولو وسايلو د ترميم، ډيزاين او کاري پلانونو د ترتيبولو په برخو کښي همکاري وکړي.
 همدا راز دغه هوکړه ليک د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي تګلارو پر بنسټ د اقتصاد د تلپاتي ودي، د نفت او ګازو په برخه کښي د پانګوني د پراختيا او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه لاسليک سو.