دلاسي صنايعو دپراختيا دولتي شرکت "د عاليست افغانيست" ترنامه لاندې نندارتون افتتاح شو

صنایع دستی خبر.jpg

23 دلو 1401

دلاسي صنايعو دپراختيا دولتي شرکت د عاليست افغانيست ترنامه لاندې نندارتون سره ديو تفاهم ليک په اساس چې ياد نندارتون دپنجشنبه ورځ په ننګرهار ولايت جلال اباد ښارکىې د والي،ولايتى ريسانو او امنيتي مسٶلينو په ګډون افتتاح شو او درې ورځې به دوام وکړى .
عاليست افغانيست دداخلي توليداتو نندارتون دلاسى صنايعو دپراختيادولتي شرکت په همکاري داير شوې چې له ١٢٠ نه ډير کوچنيو او لويوتوليدي شرکتونو اوځينو دولتي ادارو پکې ګډون کړى ،پانګوال،سوداګر او توليدونکې لدې نندارتون نه ډيره خوښي څرګنده کړه اودا يې دکورنيو توليداتو د پراختيا لپاره ډير مٶثر وګاڼه .
دلاسي صنايعو د پراختيا دولتي شرکت د دولتي شرکتونو عمومى رياست په همکارى سره هڅه او هاند کوى چى ډيرنندارتونونه جوړکړى ترڅو ډيرو سوداګرو او صنعت کارانو ته  په مستقيم او غير مستقيم ډول دکار زمينه په آينده کې برابره کړي چى دسوداګرو او توليدي شرکتونو په عوايدو او پراختيا کى ډير والې راشي.