د مالیې وزیر د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کي کندز ولایت ته سفر وکړ

سفر وزیر 01.jpg

29 دلو 1401

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا تېره ورځ کندز ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کي ئې د سپین زر دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.
همدا رار ښاغلي بدري د شېرخان سوداګریز بندر د چارو لیدنه او ارزونه وکړه او هلته ئې د مالیې وزارت اړوند بنسټونه هم وارزول. نوموړي، مسؤلین د خپلو چارو ښه مدیریت او د هیواد د ابادۍ په موخه د عوایدو شفاف راټولولو ته وهڅول.
د سفر په وروستیو کي ښاغلی بدري، د آمو سیند د ویجاړیو لیدنه او ارزونه هم وکړه.