په لومړي مکروریانو کي دمرکزګرمی د منحلونو کارپیل سو!

مکروریان خبر 01.jpg

8 حوت 1401

تردې مخکې دمکروریانودلومړی مرکزګرمی تخریب سوي سیمې دمکروریانونو دساتني اوڅارني ریاست دتخنیکي اوعملیاتي مرستیال اود مرکزګرمی آمریت له خواپه نښه سوې وي او وروسته کندل سوي وي.
ددغه شرکت د تخنیکي اوعملیاتي معاونیت د فني پرسونلله خوا شاوخوا ۳۰۰ متره دمختلفو قطرونو دمرکزګرمی پایپونه ترمیم سول. اودمرکز ګرمی دپایپونودبیالاس رسي لپاره منحولونه جوړیږي. دمنحلونودجوړولو چارې دمکروریانود ساتنې اوڅارني په موخه ددولتي شرکت د انجینرۍاو ترمیم آمریت له خواترسره کیږي. د یادولووړده چې دساتني او څارني دولتي شرکتدرهبري هیئت داوبو رسولو، مرکزګرمی ، ماشینرۍ او تر ځمکې لاندې لاینونو د ساتنې او پالنې لپاره ګڼ شمیر پلانونه په نظر کي لري.