نن چهارشنبه په کابل کې د نوي لمریز کال په مناسبت د کرنیزو محصولاتو یو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو

صنایع دستی خبر 01.jpg

25 حوت 1401

دهغان نندارتون او د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د وږي په ۲۴ مه د کابل په بادام باغ کرنیز فارم کې د دولتي لاسي صنایعو د پراختیا شرکت او نورو وزارتونو او خصوصي بنسټونو په همکارۍ جوړ شو. په دي نندارتون کي ښځو هم  ګډون کړی و.
په دغه نندارتون کې به د دولتي لاسي صنايعو د پراختيا شرکت د دغه شرکت توليدات لکه د باب څرمن، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې، ګلدوزي، لوښي، جامې او نور توليدي برخې نندارې ته وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې ملي سوداګرو او خصوصي متشبثينو برخه اخيستې وه او خپل کورني توليدات يې د خپلو اړوندو غرفو له لارې نندارې ته وړاندې کړل.