د بلخ پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

روغن نباتی بلخ خبر 01.jpg

27 حوت 1401

د مالیې وزارت سلاکار محمد آقا کوهستانی په مشرۍ چې د مدیره پلاوو ټولو غړو یې هم ملتیا کوله د بلخ پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دولتي شرکتونو عمومي ریاست په تالار کې وشوه.
په دې غونډه کې د اجندا سره سم، په لومړی کې د بلخ پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د تیرې ناستې راپور او د دې شرکت بنسټیز فعالیت د پیل وړاندې شوه.
همداشان په دې ناسته کې د یاد شرکت د ۱۴۰۲ مالي کال د مالي پلان او تشکیل تائيد، له نیازي خیرخواه شرکت څخه په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د پاتې ۱۵۷۲۵۶۸۰ افغانیو قسطونو غوښتنه او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د مدیره پلاوي ناستې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د بلخ  پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت مالي پلان، د سپما او لګښتونو کمولو په پام کې نیولو سره تائید کړ.